Book Name:Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain
مفتـى صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور فرمائي: د آدم عَلَيْهِ السَّلام نه تر حُضُورِ اَكرَم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پورې په هر دِين كښې د هر اُمَّت دا عقيده ده او د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان نه واخله تر اوسه پورې د ټولو مسلمانانو دا عقيده ده چې الله پاك ته رسيدلو د پاره انبياء او اولياء بلكه د هغوئي تبركات هم وسيله ده. ([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار شريف ته د تللو او د هغوئي په وسيله د دُعا كولو په بركت د سمرقند خلقو ته د قحط نه خلاصے نصيب شو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاك لوئ وَلِـيُّ الله دے، ډير لوئ عالِمِ دين او د عِلمِ حديث لوئ امام دے. اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په 13 شَوَالُ الْمُكَرَّم 194 هجرئ کښې (د اُزبكستان په يو ښار) بُخارا كښې پيدا شو.([2]) د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نوم مُحَمَّد او كُنيت ابو عبدُ الله دے. ([3]) 62 كاله عُمر ئې په دُنيا كښې تير كړو او په يكم شَوَالُ الْمُكَرَّم 256 هجرئ کښې د دې فاني دُنيا نه رُخصت شو.([4]) د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار مبارك سمرقند ته نِزدے ”خَرتَنګ“ نامي كلي كښې دے. ([5])
اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ټول عمر د علمِ حديث ډير خدمت كړے دے، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير عبادت ګزار، زاهِد او مُتَّقِـى وو، د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وفات نه پس د ډيرې