Book Name:Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain

مرتبه ډيره اوچته ده، د هغوئي په قبرونو د الله پاك د رحمتونو باران راوريږي. په دې وجه مونږه د هغوئي قبرونو  ته حاضريږو، د هغوئي په قُرب كښې، د هغوئي په وسيله دُعاګانې غواړو چې يا الله! بيشكه مونږه ډير كمزوري يُو، بيشكه ستا په دربار كښې زمونږه هيڅ حيثِيَّت نشته خو اے مَولا! مونږه ستا د پاکو او نيكو بندګانو په خوا كښې حاضر يُو، د دوئي په وسيله باندې په مونږه رحم اوفرمائے، اے الله پاکه! تا ته ستا د اولياؤ وسيله! زمونږه مشكلات آسان كړې.

    د دُعاګانو قبليدلو او مشكلاتو او مصيبتونو نه د نجات حاصلولو د پاره د الله پاك په بارګاه كښې د انبيائے كرامو، اوليائے كرامو او نيكو بُزرګانو بندګانو وسيله پيش كول څه نوي طريقه نه ده بلكه سوونه كلونه پخوانئ طريقه ده او دا طريقه چا په خپله مرضئ نه ده جوړه كړي بلكه الله پاك په خپل پاك كلام قرآنِ كريم كښې د دې حكم فرمائيلے دے، په شپږمه سيپاره، سورۀ مائده آيت نمبر 35 كښې ارشاد دے:

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَ ابْتَغُوْۤا اِلَیْهِ الْوَسِیْلَةَ

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان:  اے ايمان والؤ! د الله نه اُويَريږئ او د هغه طرف ته وسيله اولټوئ.

      مشهور مُفسّرِ قرآن، حضرت مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيت لاندې فرمائي: د دې نه معلومه شوه چې ژوندو بُزرګانِ دين سره ملاقات د پاره سفر كول، د وفات شوو بُزُرګانِ دين مزاراتو ته سفر كول او حاضري وركول او هلته د هغوئي په وسيله د الله پاك نه دُعا غوښتل، دا ټول ډير بهتر دي. د دې ټول سفر دليل دا آيت دے چې دا ټولې طريقے هم د وسيلے د لټون [طريقے] دي. ([1])


 

 



[1]...تفسیر نعیمی، پارہ:6، سورۃ المائدہ، تحت الآیۃ:35،جلد:6، صفحہ:397ملتقطًا۔