Book Name:Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain

خيرنيږي.([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  درې اهم اوصاف

     حضرت حسن بِن محمد سمرقندي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه درې خاص عادتونه وو: ﴿۱ په دې درې اوصافو كښې وړومبے صِفَت دا دے چې اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  به كمې خبرې كولې. محترمو اسلامي ورونړو! د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  دا صِفَت د دې خبرې دليل دے چې اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  به د 80 فيصده ګناهونو نه محفوظه اوسيدلو ځكه چې 80 فيصد او د يو قول مطابق 95 فيصد ګناهونه د ژبې نه كيږي. په حديثِ پاك كښې دي: اِنَّ اَکْثَرَ خَطَایَااِبْنِ آدَمَ فِیْ لِسَانِہٖ د انسان اكثرې خطاګانې د هغه د ژبې په وجه كيږي. ([2]) د حضرت اُمامه رَضِیَ الله عَنْه  نه روايت دے، سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: حياء او خاموشي د اِيمان دوه خاخونه دي.([3]) يو ځل حضرت سُفيان بِن عبدُالله ثَقَفِـى عرض رَضِیَ الله عَنْه اوكړو: يـا رَسُـولَ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! د كومو څيزونو چې تاسو په ما باندې ويره لرئ، په هغې كښې خطرناك كوم څيز دے؟ خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپله ژبه مباركه اونيوله او اوئې فرمائيل: دا (يعنې ستا ژبه). ([4])    

    معلومه شوه چې زمونږ په بدن كښې ژبه اهم ترين اندام دے، مونږ له پكار دي چې د خپلې ژبې حفاظت اوكړو، او خپله ژبه د غِيبَت نه، چُغلئ نه، دروغو نه، كنزلو


 

 



[1]...فیضان رمضان،  صفحہ:245۔

[2]...کنز العُمَّال، کتاب: الاخلاق، جلد:3، صفحہ :223، حدیث:7885۔

[3]...ترمذی، کتاب:بِرْ والصِّلَہ،صفحہ :490، حدیث:2027۔

[4]...ترمذی، کتاب:الزہد،صفحہ :572، حدیث:2410۔