Book Name:Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain

دومره زيات باران اوشو چې خلق په ”خرتنګ“ كښې حصار شو ځكه چې د زيات باران په وجه هيڅ څوک هُم خپلو کورونو ته نه شو تللے. ([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د انبياؤ اولياؤ په وسيله دُعا كول څنګه دي؟

       اے عاشقانِ رسول! د دې حكايت نه معلومه شوه  چې د اوليائے كرامو مزاراتو ته حاضريدل، د هغوئي په خوا كښې د هغوئي په وسيله د الله پاك په بارګاه كښې دُعاګانې كول، د خپلو مصيبتونو، پريشانو حل كولو د پاره د هغوئي مزراتو ته حاضريدل او خپل مرادونه حاصلول وغيره نوي طريقه نه ده، اَلْحَمْدُ لِلّٰه! دا د پخوا نه د مسلمانانو معمول دے. بعض كم عقله خلق په داسې موقع باندې هسې خبرې جوړوي چې الله پاك خو هر ځائے اوري نو د اوليائے كرامو مزاراتو ته د تللو څه حاجت دے؟ د داسې كم عقله خلقو د معلوماتو د پاره عرض دے چې بيشكه الله پاك سَمِيْع و بَصِيْر دے، هغه هر ځائے اوري، هر يو ويني، د الله پاك د قدرتونو به څه وائې! هغه خو په تكه توره شپه كښې، په تور كانړي باندې د تور رنګ وړوكے ميږے هم ويني او د هغه د زړه آواز هُم اوري.

     دلته خبره د الله پاك د اوريدلو نه ده بلكه د قبلولو ده، مونږه ګنهګار يو، خطاكار يو، نه مونږ له د غوښتلو طريقه راځي، نه زمونږ سره نيكئ شته، مونږ كمزوري د دې لائق چرته يو چې الله رَبُّ الْعٰلَمِين زمونږه ناقصه دُعاګانو ته [براهِ راست] د رحمت په نظر داسې اوګوري څنګه چې د خپلو اوليائے کرامو په وسيله دُعاګانې قبلوي ځکه چې اوليائے كرام د الله پاک مقبول بندګان دي، د الله پاك په بارګاه كښې د هغوئي مقام او


 

 



[1]...ہدایۃُ السَّارِی، صفحہ:181۔