Book Name:Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain
د الله پاک د آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: چا چې په کتاب کښې په ما باندې دُرُود شريف اوليكلو، تر څو پورې چې زما نوم په هغې كښې وي فرښتے به د هغه د پاره مسلسل د بخښې دُعا كوي. ([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
مُحترمو اسلامي ورونړو! د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ” اَفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ “ رښتينے نيت بهترين عبادت دے. ([2])
په نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.
نِيَّت اوکړئ چې نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم. * چې څومره كيدے شي د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې كښينم * د علم زده كولو د پاره به پورا بيان اورم * د بيان په دوران كښې به د سُستئ نه ځان بچ ساتم * د خپلې اصلاح د پاره به بيان اورم * څه چې واورم نورو ته به ئې د رَسَولو كوشش كووم. اِنْ شَــآءالـلّٰـه عَزَّوَجَلَّ
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِیْب! صَلَّـی الـلّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد