Book Name:Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain
يو ځل يو صحابي رَضِیَ الله عَنْه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه كښې حاضر شو، عرض ئې اوكړو: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ما ته داسې عمل اوښائې چې په هغې د عمل کولو په وجه الله پاك هم زما سره محبت اوفرمائي او خلق هُم راسره محبت اوكړي. خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ورته اوفرمائيل: اِزْھَدْ فِی الدُّنْیَا یُحِبُّکَ اللّٰہُ وَازْهَدْ فِیْمَا عِنْدَ النَّاسِ یُحِبُّکَ النَّاسُ د دُنيا نه بے رغبته شه، الله پاك به ستا سره محبت اوفرمائي او د خلقو سره چې څه دي، د هغې نه بے رغبته شه، خلق به ستا سره محبت کول شروع كړي.([1])
په يو حديثِ پاك كښې دي: د مومِن بُزُرګي د شپې په عبادت كښې ده او د هغه عِزَّت د خلقو نه بےپرواه كيدلو كښې دے. ([2])
الله پاك دِ مونږه هم د طمع، لالچ او د خلقو سره موجودو نعمتونو ته د اُميد په نظر كتلو نه محفوظه اوساتي. اٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
دريم صِفَت: اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به خپل كار سره كار لرلو
د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دريم وصف دا دے چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د خلقو په مُعامَلاتو كښې بےځايه دخل اندازي نه كوله بلكه هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د خپل كار سره كار لرلو.
بدقسمتئ سره نن زمونږ اكثر خلق د دې پاك وصف نه محرومه دي. مَثَلًا * يو سړے به ډاكټر نه وي او مريضانو ته به نُسخے ښائي، * چا به ترينه مشوره نه وي غوښتي او دے به مشورے ورکوي، * که د چا كور ته لاړ شي نو د كور په آبادئ