Book Name:Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain
(1) د سمرقند نه قحط څنګه لرې شو؟
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اُزبكستان د ”افغانستان“ ګاونډي ملک دے، د دې يو زوړ او تاريخي ښار دے ”سمرقند“. تقريبا زر كاله پخوانئ خبره ده، په سمرقند كښې قحط راغلو، بارانونه نه كيدل، فصلونه اوچ شو او د خوراک كمے شو. خلق ډير پريشانه شو. خلقو ډير ځله ”د اِستِسقٰى لمُونځ “ (يعني د باران خاص لـمونځ) اوكړو، دُعاګانې ئې اوغوښتلې خو باران اونشو، د پريشانئ په دغه ورځو كښې يو نيك سړے د [سمرقند] ښار د قاضي خوا ته لاړو او هغه ته ئې عرض اوكړو: جناب! که ستاسو خوښه وي نو زما يوه رائے ده. قاضي صاحب ورته اوفرمائيل: آو! ضرور اوفرمائے...! هغه نيك كس اوفرمائيل: سمرقند سره نِزدے د الله پاك د نيك بنده حضرت امام محمد بِن اسماعيل بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار شريف دے، تاسو او د ښار خلق د امام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار شريف ته لاړ شئ او هلته د الله پاك نه د باران دُعا اوغواړئ، كيدے شي چې الله پاك ستاسو دُعا قبوله كړي.
د ښار قاضي هُم اَلْحَمْدُ لِلّٰه عاشقِ رسول او عاشقِ اولياء وو، د هغه نيك انسان مشوره ئې قبوله كړه، او اوئې فرمائيل ډيره ښكلي رائے ده. د امام بُخاري صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار د سمرقند نه د يو څو کلوميټره په فاصله کښې د ”خَرتَنګ‘‘ په علاقه کښې دے، قاضي صاحب د ښار خلق ځان سره كړل او د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار شريف ته حاضر شو، خلقو هلته ډيره په ژړا او زارئ او په عاجزئ او انكسارئ د الله پاك نه دُعا اوغوښتله، توبه او اِستِغفار ئې اوکړو او الله پاک ته ئې د امام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وسيله پيش کړه.
سُبْحٰنَ الله! په بارګاهِ اِلٰهى کښې د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مقبولِيَت اوګورئ چې د سمرقند خلق لا په دُعا كښې مصروف وو چې وريځې راغلې او ووه [7] ورځې مسلسل