Book Name:Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain

او آخرت نيكئ حاصلې كړئ، كه تاسو د څه مجبورئ په وجه په جامعة المَدينه كښې داخله نه شئ اخستے نو د مكتبةُ المَدينه نه فیضانِ چہل حدیث *40  فرامینِ مصطفےٰ *احادیثِ مبارکہ کے انوار اَور * فیضانِ ریاضُ الصالحین وغیرہ كتابونه حاصل كړئ، په دې كتابونو كښې احاديثِ كريمه د اُردو ترجمے او تشريح سره جمع كړے شوي دي، د دې په ذريعه احاديث اولولئ، ځان پرې پوهه كړئ، ياد ئې كړئ او نورو ته ئې اورسوئ، احاديث يادولو او نورو ته رسَوَلو والؤ ته خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُعا فرمائيلي ده، ارشاد فرمائي: الله پاك دِ هغه بنده تروتازه لري څوک چې زما حديث واوري، هغه ياد كړي او نورو ته ئې اُورَسَوي.  (مسلم شريف)

     الله پاك دِ د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  په بركت مونږ ته هم د عِلمِ حديث شوق را نصيب كړي.

اٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

دولسو ديني كارونو كښې يو ديني كار ”مدني مذاكره“

    خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د عِلمِ دين زده كولو، د نيكو جذبه حاصلولو، د اوليائے كرامو محبت په زړه كښې د زياتولو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره تړون اوکړئ او 12 ديني كارونو كښې د زړه په اخلاص حِصَّه واخلئ او د ډيرو ثوابونو حقدار جوړ شئ. او خپل قبر و آخرت ښائسته كړئ. په دې 12 ديني كارونو كښې يو ديني كار هفته واره ”مدني مذاكره“ هم ده.

     اَلْحَمْدُ لِلّٰه! شَيخِ طريقت، رهبَرِ شريعت، اَمِيرِ اَهلِسُنَّت، حضرت علامه مولانا ابوبلال محمد الياس عطار قادري رضوي دامَتْ بَرْكاتُـهـُمُ الْعاليه په دې دور كښې د الله پاك لوئ نِعمَت دے. د دِين و دُنيا بهتري حاصلولو، په زړه كښې د عشقِ رسول شمع روښانه کولو، ګناهونو نه د بچ كيدلو، د نيكئ كولو، محتاط جوړيدلو او عقل و دانائي زياتولو د پاره د