Book Name:Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain
لمُونځ مې ادا كړے دے. ما په دې كتاب كښې موجود احاديث د شپږو لكو احاديثو نه منتخب كړي دي، ما په شپاړسو كالو كښې دا كتاب ليكلے دے او دا كتاب زما او د الله پاك په مينځ كښې حُجَّت (يعنې دليل) دے. ([1])
حضرت عَلَّامه علي قاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:بُزُرګانو ليكلي دي: په کوم مشكل كښې چې ”صحيح بُخاري“ اولوستلے شي نو هغه مشكل به لرې شي او دا كتاب چې كومه كشتئ كښې وي هغه به نه ډوبيږي، د قحط (يعنې باران نه كيدو) په وخت كښې چې دا اولوستلے شي نو باران كيږي. حضرت اِمام اَصِيلُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما د خپل ځان او نورو خلقو د مشكلاتو او پريشانئ د پاره د ”صحيح بُخاري“ 120 ځله ختم كړے دے او هغه ټول مرادونه او ضرورتونه مو پورا شوي دي، دا ټول بركتونه د سرورِ كائنات صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دي. ([2]) حَكِيمُ الاُمَّت، حضرت مفتـي احمد يارخان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:په مُصيبتونو كښې ختمِ بُخاري كيږي، د دې په بركت او د الله پاک په فضل مصيبتونه ختميږي. ([3])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليكلي شوي كتاب ”بُخاري شريف“ ته چې كوم مقبوليت او شُهرت حاصل دے هغه بل كتاب ته نه دے حاصل، اِمام ابو زيد مَروَزِى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زه يو ځل په مكه مكرمه كښې د مقامِ اِبراهيم او حَجرِ اَسوَد په مينځ كښې اُوده ووم چې په خوب كښې را ته د الله پاك د آخري نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دِيدار نصيب شو، نبـي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو: اے ابو زيد! زما د كتاب درس ولے نه وركوے؟ ما عرض اوكړو: يَا رسُـولَ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى