Book Name:Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain
عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! تاسو نه قربان شم! ستاسو كتاب كوم يو دے؟ حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو: د محمد بِن اسماعيل (يعنې د امام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه) كتاب ”بُخاري شريف“.([1])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوليدل! ”بُخاري شريف“ څومره بابركته كتاب دے. اَلْحَمْدُ لِلّٰه! نن په هره مدرسه كښې چې درسِ نظامي يعنې عالِم كورس كيږي، هلته بُخاري شريف هم لوستلے كيږي. د دعوتِ اسلامي زيرِ انتظام جامعاتُ المَدينه كښې هم اَلْحَمْدُ لِلّٰه! بُخاري شريف باقاعده په نِصاب كښې شامل دے.
خلق دُنياوي علم خو لولي، په فيس بُك باندې ډير ډير پوسټونه ګوري، د اخوا ديخوا دروغو رښتيا قِصے، ناول، ډائجسټ وغيره لولي خو افسوس د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د احاديثو لوستلو شوق ډيرو كمو خلقو ته نصيب كيږي، بُخاري شريف كه لوستل غواړئ او ضرور لوستل پکار دي نو د يو ماهر عاشِقِ رسول عالِمِ دين نه ئې اولوَلئ، بُخاري شريف او د حديثِ پاك نور اَهَم كتابونه، علمِ فِقه، عِلمِ تفسير، او نور ډىر اسلامي علوم و فنون لوستلو او زده كولو د پاره په جامعةُ المَدينه كښې داخله اخستل پكار دي، اَلْحَمْدُ لِلّٰه! اوس خو H.E.C (هائير ايجوكيشن كميشن) دعوتِ اسلامي ته خپل تعليمي بورډ د (كَنزُ المَدارس په نوم د) جوړولو اجازت هم وركړے دے او ورسره دا هم چې اوس څوك د دعوتِ اسلامي د جامعة المَدينه نه درسِ نظامي يعنې عالِم كورس د مكمل كولو سعادت حاصل كړي، دعوتِ اسلامي به هغه ته د ډبل M.A (يعني ايم. اے اسلاميات او ايم. اے عربي) ډِګري جاري كوي.
كوشش اوكړئ! په جامعة المَدينه كښې داخله واخلئ، عِلمِ دين زده كړئ او د دُنيا