Book Name:Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain

دې باوُجود ئې لمُونځ مات نه كړو د دې مُتَعَلِّق ئې اوفرمائيل: ما د يو آيت تلاوت كولو او زما دا خواهش وو چې زه دا آيت پورا كړم.([1])

     د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  معمول وو چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د رَمَضَانُ المُبَارَك په تراويح كښې يو قرآنِ پاك ختمولو. د تَهَجُّد په لمُونځ كښې به ئې په هر دريمه ورځ د يو قرآنِ پاك ختم كولو، د پيشمني نه روژه ماتي پورې به ئې هره ورځ د يو قرآنِ پاك مكمل تلاوت كولو، كه د رَمَضَانُ المُبارك مياشت به د 30 ورځو شوه نو اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  به په يوه مياشت كښې 41 ځله د قرآنِ پاك ختم كولو. ([2])

     سُبْحٰنَ الله! دا دي د كولو كارونه...!!! خو افسوس! مونږه د نورو په مُعامَلاتو كښې بےځايه دخل اندازي كوو او د نه کولو په كارونو كښې مصروفه اوسو. كاش چې! مونږه هم د خپلو بُزُرګانِ دين په سيرت باندې عمل كوونكي جوړ شو.

بنا دے مجھے نیک نیکوں کا صدقہ      گناہوں سے ہر دم بچا یااِلٰہی!

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                        صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

(6) اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  او حُقُوقُ العباد

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د حقوقُ العبادو په مُعامَله كښې ډير زيات حَسَّاس وو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ټول ژوند كښې د چا حق نه دے وهلے، كه چرته په خطا کښې به ترينه د چا حق ضائع شو نو فوراً به ئې د هغې تلافي كوله چې په آخرت كښې د هغې بدله وركول را په غاړه نه شي. اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  


 

 



[1]...ہدایۃُ السَّارِی، صفحہ:70۔

[2]...ہدایۃُ السَّارِی، صفحہ:72۔