Book Name:Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain
پخپله فرمائي: لَایَکُوْنُ لِیْ خَصْمٌ فِیْ الْآخِرَۃِ يعنې په ورځ د قيامت به هيڅ څوك هم زما نه خپل حق غوښتلو والا نه وي (اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم). ([1])
د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو دوست حضرت ابو جعفر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د غشو ويشتلو د پاره مونږه د يو درياب خوا ته نِزدې لاړو او د غشو ويشتلو مشق مو كولو، په دې دوران كښې د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ويشتلي شوي يو غشي باندې په درياب د پاسه د لرګي جوړ شوے پُل اولګيدلو او په هغې د پُل ميخ مات شو، اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې اوليدلو نو د سورلئ نه راكوز شولو، د پُل خوا ته ورغلو، غشے ئې راويستلو او ما (يعنې خپل دوست ابو جعفر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه) ته ئې اوفرمائىل: آيا ته به زما يو كار اوكړې؟ ما ورته اووئيل: آو! او به ئې كړم. اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: د پُل مالك له ورشه! هغه ته ټوله خبره اوكړه چې يا خو مونږ ته د دې ميخ په ځائے د بل ميخ لګولو اجازت راكړه يا د ميخ قيمت وصول كړه او كه دا دواړه خبرې نه خوښوي نو ما ته دِ خپل حق مُعاف كړي.
حضرت ابو جعفر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پُل مالك له ورغلو، هغه ته ئې ټوله واقعه بيان كړه او د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پيغام ئې ورته واورولو نو د پُل مالِك اووئيل: ابو عبدُ الله (يعنې اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه) ته زما سلام اُووايه او ورته اُووايه: اے ابو عبدُ الله ! زما په مِلكِيَّت كښې چې څه دي ټول په تاسو قربان دي، ما خپل حق تاسو ته مُعاف کړو.