Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain

Book Name:Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain

      حضرت ابو جعفر فرمائي: چې کله ما د پُل د مالِک دا پيغام امام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته واورولو نو د هغوئي مخ د خوشحالئ نه اوځليدو او په دې خوشحالئ کښې ئې په هغه ورځ 300 دِرهَمه صَدَقه کړل او غريبو طلباؤ ته ئې 500 حديثونه واورول۔([1])

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دې حكايت نه يو بل مَدَني ګل هم حاصل شو، هغه دا چې د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د خوشحاليدلو معيار او د خوشحالئ مناوولو انداز څومره زبردست وو، اوګورئ! مونږه په څه خوشحاليږو؟ يعني * چې زمونږه اِنعام را اوخيژي نو خوشحاليږو. * که نوكري راته ميلاؤ شي نو خوشحاليږو، * که په امتحان كښې كامياب شو نو خوشحاليږو، * که څه خواهش مو پورا شي نو خوشحاليږو وغيره وغيره، په داسې څيزونو باندې مونږه عام طور ډير خوشحاليږو او خوشحاليدل پكار هُم دي چې دا هم د الله نِعمتونه دي. خو اوګورئ! اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  په كومه خبره خوشحاله شو؟ د درياب د پُل يو ميخ كوم چې په خطا كښې ترينه مات شوے وو، چې د هغه ميخ ماتيدو حق مُعاف شو نو صبا د قيامت په ورځ به ترينه د دغه حق ضائع كولو مُطالَبه نه کيږي. نو اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  په دې خبره دومره ډير خوشحاله شو. سُبْحٰنَ الله! د دې نه معلومه شوه چې بُزُرګانِ دين به هميشه د آخِرت فِکر لرلو. بيا د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د خوشحاليدلو انداز هم څومره عجيبه دے چې د خوشحالئ نه ئې صدقه اوكړه او طلباء ته ئې 500 احاديث واورول، دا دے زمونږ د بُزُرګانِ دين د خوشحالئ انداز...!!! مَعَاذَ الله! بعضې خلق په ګناهونو کولو خوشحالئ مناووي * د خوشحالئ په موقع سندرے وائي، ګډيږي * ډولونه وهي * بے پرده ګرځي وغيره. حالانكه خوشحالي نصيب كيدل د الله پاك نعمَت دے، او


 

 



[1]...ہدایۃُ السَّارِی، صفحہ:66۔