Book Name:Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain
مودے پورې د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قبر مبارك نه د مشك و عنبر نه هُم زياته ښكلي خوشبوئي راتلله. خلقو به د تَبَرُّك په طور د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قبر مبارك خاوره وړله. ([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
(2) د مياشتې ګټه به ئې د علمِ دِين په طلب كښې خرچ كوله
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! امام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لا وړوكے ووچې والدِ محترم ئې وفات شو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د خپل والدِ محترم نه په ميراث كښې ډير مال پاتې شوے وو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پخپله علمِ دِين حاصلولو كښې مصروف شو او مال ئې په مُضارَبَت وركړو. ([2])
”مُضَارَبَت“ د تجارت يو قِسَم دے، په دې كښې يو كس خپل مال لګوي او بل كس محنت كوي، حضرت مفتـى محمد امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: انسانان مختلف قِسمه دي، بعضې مالدار او بعضې غريب، بعضې مالدارو ته د كار كولو طريقه نه ورځي، د تجارت د اُصولو نه ناخبره وي او بعضې غريب خلق د كار كولو په طريقه پوهيږي خو مال ورسره نه وي، نو تجارت څنګه اوكړي؟ د دې مصلحت په وجه شريعت مُضَارَبَت جائز قرار كړے دے چې مالدار خپل مال خرچ كړي او غريب د دې روپو په ذريعه تجارت اوكړي او داسې به دواړو ته فائده اوشي. ([3])
امام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره خو مال وو خو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به عِلمِ دين حاصلولو كښې مصروفه اوسيدلو، تجارت کولو د پاره وخت ويستل ورته مشکل وو، په دې وجه