Book Name:Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain

كښې، د كور په سامانونو كښې، د كور په ترتيب كښې بے اجازتِ شرعي عيب راويستل، مثلاً تاسو كور جوړ كړے دے، که دا ځائے مو پکښې داسې جوړ كړے وے نو ښه به وه، دا ميز په دې ځائے پروت دے، كه هلته مو ايښودے وے نو ښه به وے، وغيره غيره * دغه شان که يو څو دوستان يو ځائے كښيني نو د حكومت په مُعامَلاتو کښې به بحث شروع كړي، فلانكي حکمران ته داسې نه وو كول پكار، فلانكي وزير دا بيان كړے دے، هغه له داسې بيان وركول پكار وو، دغسې د غيبتونو او بهتانونو سلسلے شروع شي، اَلاَمَان وَ الْحَفِيْظ!! * دغه شان په ملكي او غيرملكي حالاتو كښې بے ځايه دلچسپي اخستل * د خلقو غيبونه لټول * د خلقو په ذاتي مُعامَلاتو كښې دلچسپي اخستل * د خلقو نه د هغوئي د ذاتي ژوند په باره كښې تپوسونه كول وغيره دا ټول د نورو په مُعامَلاتو كښې د بےځايه دخل اندازئ مثالونه دي.

     ياد ساتئ! هميشه هغه انسان كامياب وي څوك چې د خپل كار سره كار لري، صرف د کولو کار كوي، د نه كولو د كار نه هميشه ځان ساتي، هم دا وجه ده چې هغوئيرَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  كامياب ترين ژوند تير كړے وو، په دُنيا كښې هم كامياب وو او اِنْ شَــآءالـلّٰـه په آخرت كښې به هم كامياب اوسي.

(5) د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د تلاوت شوق

     اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  يوه ورځ لمُونځ  كولو، د شهدو مچئ هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه 17 ځايه اوچيچلو، د لمُونځ پورا كولو نه پس ئې اوفرمائيل: لږ اوګورئ دا څه څيز دے چې په لمَانځه كښې ئې ما ته تكليف راكولو؟ شاګردانو چې اوكتل نو د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ملا 17 ځائه پړسيدلي وه. امام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شهدو مچئ 17 ځله اوچيچلو خو د