Book Name:Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain
په نِعمَت باندې د الله پاك شكر ادا کول پکار وي نافرماني کول نه وي پکار. الله پاك په قرآنِ پاك كښې ارشاد فرمائي:
قُلْ بِفَضْلِ اللّٰهِ وَ بِرَحْمَتِهٖ فَبِذٰلِكَ فَلْیَفْرَحُوْاؕ- (پارہ11،سورۃیونس:58)
مفهوم ترجمہ کنزُالعِرفان: تاسو اوفرمائې! د الله په فضل او د هغه په رحمت خوشحالي کول پكار دي.
په تفسیر صِراطُ الْجِنان، جلد:7، صفحه نمبر 320 کښې دي چې: * د خوشحالئ په وجه تَکَبُّر کول حرام دي خو د خوشحالئ په وجه شُکر ادا کول عبادت دے * په جُرم كولو خوشحاليدل حرام دي خو په عبادت كولو خوشحاليدل بهتر دي * په ناجائزه طريقه خوشحالي كول حرام دي لكه د خوشحالئ نه ګډيدل او په جائزه طريقه خوشحالي كول ښه دي لكه په خوشحالئ كښې صدقه كول وغيره. ([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د علمِ حديث شوق
اے عاشقانِ رسول! د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ژوند مبارك د ټولو نه اهم اړخ دا دے چې هغوئى ټول ژوند د خوږ آقا، مكي مدني مصطفٰى د ”احاديثو“ په خدمت كښې تير كړے دے. د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې يو سوال اوشو چې تاسو ته د ”عِلمِ حديث“ شوق څنګه پيدا شو؟ اوئې فرمائيل: زما عمر لس كاله يا د دې نه هم كم وو چې الله پاك زما په زړه كښې د عِلمِ حديث شوق پيدا كړو، بس ما احاديث زده كول شروع كړل. ([2])