Book Name:Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain
محرومه پاتې شو۔
خو ياد ساتئ! د ارادے قُوَّت د كاميابئ بنيادي شرط دے. په دُنيا كښې چې څومره خلق كامياب شوي دي په ټولو كښې د ارادے قُوَّت ضرور وو، هر كامياب انسان په خپلو نيتونو باندې عمل كوونكے، د خپلو ارادو سره وفاداري كوونكے وي. كه د هغه په لاره كښې هر څومره مشكلات پيدا كړے شي خو هغه په خپل نِيَّت او اراده باندې پورا پورا عمل کوي. زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښكلي مبارك سيرت ته اوګورئ! چې کله خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دِين تبليغ شروع كړو نو كافرانو د هر قِسمه رُکاوټونو اچولو کوشش اوکړو، په لارو كښې ئې ورته ازغي خواره کړل، قِسما قِسم تكليفونه ئې وركړل، په طائف كښې مَعَاذَ الله! په كانړو ويشتلے شو، دغسې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په صحابؤ باندې ډىر ظُلمونه اوشو خو خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دين تبليغ جاري اوساتلو او دا مباركه سلسله ئې بنده نه كړه، بيا د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه بے مثاله جمله هم ياده لرئ! چې كله د مكے كافرو خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د مال و دولت د لالچ وركولو ناپاكه كوشش اوكړو نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: كه زما په يو لاس كښې لمَر او دويم كښې سپوږمئ هم كيږدئ، بيا به هم زه د دِين د تبليغ نه شا ته نه شم.
سُبْحٰنَ الله! كاش چې مونږ ته هم د خپل خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بركت پخه اراده نصيب شي. كاش چې مونږه هم په خپلو نيكو ارادو، د ښو ښو نيتونو، د آخرت د فِكر، د دوزخ نه د بچ كولو او جنَّت ته داخلولو نيتونو باندې پورا عمل كوونكي جوړ شو. اٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد