Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain

Book Name:Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain

كيښودے شي چې هغه به د دُنيا مال په حرص او لالچ ګټل نه غواړي. اوګورئ! اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  په تجارت كښې څومره ايمانداره وو، چې خپل كړے نيت ئې بدلول نه غوښتل، په ډيره ايماندارئ سره ئې په خپل نيت عمل اوكړو او په كمه ګټه باندې ئې خپل د تجارت سامان خرڅ كړو. كيدے شي چې د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د دې ايماندارئ، قَناعت او د لالچ نه پاك تجارت په بركت د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په مال كښې بركت وو، او د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مياشتې ګټه صرف 500 درهمه وه خو په هغې به ئې ښه ګزاره كيدله. او نن صبا خلق ماهانه لکونه ګټي خو بيا ئې هُم ګُزاره نه کيږي او د دې يوه وجه ايمانداري يعني ديانتداري نه کيدل هُم ده۔

     د حضرت عُروَه بِن زُبير رَضِیَ الله عَنْه نه روايت دے چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: بيشكه دا مال ښكلے او خوږ دے، څوك چې په زړه كښې سخاوت لري او مال حاصل كړي، د هغه د پاره به په مال كښې بركت كيښودے شي، او څوك چې په زړه كښې لالچ لري او مال حاصل كړي، د هغه د پاره به په مال كښې بركت نه وي، دا د هغه كس په شان دے چې مسلسل خوراك كوي خو مړيږي نه. ([1]) [يعنې د مال حرص ئې نور زياتيږي]۔

      معلومه شوه چې څوك په ايماندارئ سره تجارت كوي، محنت مزدوري كوي، الله پاك د هغه په لږ مال كښې هم بركت اچوي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]...بخاری، کتاب : الوصایا، صفحہ: 714، حدیث: 2750۔