Book Name:Apni islah kesay Karain
خَبِیْرٌۢ بِمَا تَعْمَلُوْنَ(۱۸) (پ۲۸،الحشر:۱۸)
بے شکه اللہ ستاسو د كارونو نه خبر دے.
د دې آيت په تفسير كښې بيان شوي دي چې: خپله محاسبه كوئ مخكښې د هغې نه چې ستاسو محاسبه اوكړے شي او غور اوكړئ چې تاسو صبا د قيامت د ورځې د پاره د الله پاك په بارګاه كښې پيش كولو د پاره ځان له څه نيك اعمال جمع كوئ. ياد ساتئ! الله پاك ستاسو ټول اعمال او احوال وِيني، ستاسو د يو وړوكي يا يو لوئي عمل نه بے خبره نه دے. [1] او د دې آيت نه معلومه شوه چې يو ساعت غور و فِكر كول د ډير ذِكر نه بهتر دي. د خپلو اعمالو په باره كښې سوچ كول ډير افضل عمل دے او هم دا مُراقَبه ده. [2]
زمونږ خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل كار انجام ته د خيال كولو نصيحت فرمائي چې كله د څه كار اراده اوكړئ نو د هغې په انجام غور كوئ، كه انجام ئې ښه وي نو اوئې كړئ او كه بد وي د هغې نه ځان بچ ساتئ. [3]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د اوس نه د خپلو اعمالو د محاسبے كولو په كوشش كښې لګيدل پكار دي او هره ورځ د خپلو اعمالو متعلق غور و فِكر كول پكار دي، كوم عمل چې د آخرت د نقصان سبب ګرځي هغه پريږدئ او كوم عمل چې د آخرت د پاره فائده مند وي هغه جاري ساتئ. هسې نه چې د غفلت په حالت کښې زمونږ مرګ راشي او بيا د افسوس نه سِوا هيڅ نه شو كولے د هغې نه مخكښې د خپلو ګناهونو نه رښتيني توبه اوكړئ ځكه چې د رښتيني توبے ډيرې فائدے دي: