Apni islah kesay Karain

Book Name:Apni islah kesay Karain

په وجه ظاهر او باطن ښائسته كيږي. * د خپلې محاسَبے په وجه د مرګ نه مخكښې د مرګ د تيارئ ذِهن جوړيږي. * د خپلې محاسَبے په وجه د الله پاك د نيكو بندګانو په لاره د تللو ذِهن جوړيږي. * د خپلې محاسَبے په وجه عادتونه ښه كيږي، * د خپلې محاسَبے په وجه په دُنيا كښې هم آسانئ پيدا كيږي او آخِرت هم ښائسته كيږي.

      حضرت سَيِّدُنا ابوبكر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ د نفس د محاسَبے ترغيب وركوي او ارشاد فرمائي: اے خلقو! ياد ساتئ چې تاسو سحر ماښام هغه مرګ طرف ته نزدې كيږئ  كوم چې ستاسو د سترګو نه پټ دے، كوشش اوكړئ چې تاسو ته كله مرګ راشي نو چې تاسو د هغې د پاره تيار ئې خو تاسو ته دا د الله پاك د توفيق نه بغير نه شي حاصليدے، يو قوم د نورو مرګ ياد ساتلے وو خو خپل مرګ ئې هير كړے وو، خو الله پاك  تاسو د هغوئي په شان جوړيدلو نه منع كړي ئې، بيا ئې د سيپاره 28، سُورۂ حَشْر آيت نمبر 19 تلاوت اوكړو:

وَ لَا تَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ نَسُوا اللّٰهَ فَاَنْسٰىهُمْ اَنْفُسَهُمْؕ-اُولٰٓىٕكَ هُمُ الْفٰسِقُوْنَ(۱۹)  (پ۲۸،الحشر:۱۹)

مفهوم ترجمۂ کنز الایمان: او د هغوئي په شان مه كيږئ چا چې اللہ هير كړے وو نو اللہ هغوئي په مصيبت كښې واچول چې خپل ځانونه ئې هير کړل هم هغوئي فاسقان دي.

     بيا ئې اوفرمائيل: هغه خلق نن چرته دي چا ته چې تاسو خپل ورونړه وئيل؟ د هغوئي عملونه ختم شو او هغوئي هغې ته اورسيدل څه چې هغوئي مخكښې ليږلي وو.  چرته دي هغه جابر حكمرانان! چې اوچتې مانړئ ئې جوړې كړي وے او د هغې نه ئې ګير چاپيره مضبوط ديوالونه تاؤ كړي وو، نن هغوئي په كاړجنه زمكه كښې او په خټانو باندې خخ شوي دي. دا د الله پاك كتاب دے چې د دې عجائب نه فنا كيږي او د دې نُور نه كميږي، تاسو د دې د نُور نه خپله نن ورځ د صبا راتلونكې تِيَارے د