Apni islah kesay Karain

Book Name:Apni islah kesay Karain

ابراهيم بن اَدهم او محاسبۀ نفس

       يو ځل د حضرت سَيِّدُنا ابراهيم بن اَدهم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې عرض اوكړے شو: حضرت صاحب! كله كله خو زمونږ سره هُم كښينئ چې مونږه ستاسو د  مجلس  د بركتونو  او وعظ و نصيحت نه فيض حاصل كړو. هغوئي ارشاد اوفرمائيلو: زه اوس په څلورو مُعامَلاتو كښې ډير زيات مصروف يم، چې كله د دې نه فارغه شم نو بيا به تاسو سره ضرور كښينم. عرض ورته اوكړے شو: اے ابو اسحاق! هغه كوم څلور كارونه دي؟ ارشاد ئې اوفرمائيلو:

           (1).... كله چې ما ته هغه ساعت (وخت) را ياد شي په كوم ساعت چې الله پاك د  حضرت سَيِّدُنا آدم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام نه وعده اخستي وه چې دا خلق به جَنَّت ته ځي او دا جَهَنَّم ته. نو زه فكرمند شم چې معلومه نه ده چې زه به په كومه ډله كښې يم.

           (2)..... دغسې چې كله نُطفه د مور په رحم [يعني ګيډه] كښې حمل شي او په هغې كښې روح اُوپوكلے شي نو مُؤَكَّل فرښته عرض كوي: يا الله پاكه! دا نيك بخته دے كه بدبخته؟ چې ما ته داخبره را ياده شي نو زه په دې فِكر كښې اخته شم چې معلومه نه ده چې زما متعلق به څه جواب وركړے شوے وي؟   

           (3).... د مرګ ملائكه چې كله رُوح اخلي او الله پاك ته عرض كوي: يا الله! د دې [انسان] رُوح په اسلام واخلم كه په كفر؟ نو دا سوچ ما ته دا ويره راكوي چې معلومه نه ده  چې زما متعلق به څه جواب وركولے كيږي؟

           (4)..... د قيامت په ورځ چې كله الله پاك دا اعلان اوفرمائي: وَامْتَازُوا الْیَوْمَ اَیُّهَا الْمُجْرِمُوْنَ ( ۵۹ ) (پ۲۳ ، یسٓ: ۵۹ )  مفهوم ترجمۂ کنز الایمان: او په نن ورځ جُدا شئ اے مجرمانو!.