Book Name:Apni islah kesay Karain
المُؤمِنين يعني د مسلمانانو خليفه كيدلو باوُجود به هغوئي د خپلو اعمالو محاسبه كوله او د خوفِ خُدا په وجه به ئې ډير زيات ژړل.
نن مونږ ټول په ګناهونو كښې ډوب يُو، شپه او ورځ مو په غفلت كښې تيريږي، هميشه اوسيدلو والا ژوند مو هير كړے دے او د دې فاني دُنيا په دوكه كښې اخته پراته يُو، د مال ګټلو په شوق كښې داسې مصروفه شوي يُو چې د خپل پيدائش حقيقي مقصد مو هير كړے دے، نه د مرګ د سختئ څه پروا، نه د قبر د تِيارے څه ويره، لږ سوچ خو اوكړئ! چې د حشر د ميدان سختئ به څنګه برداشت كوو؟ لِهٰذا خير مو په دې كښې دے چې مونږه د خپلو اعمالو جائزه واخلو نيك اعمال زيات كړو، د ګناهونو نه توبه اوكړو او د نيكو خلقو صُحبت اختيار كړو.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د خپلې مُحاسبے كولو جدول جوړ كړئ
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د مكتبةُ المَدينه رساله مقصدِ حيات كښې دي: مونږ له پكار دي چې مونږه د خپلې هرې ورځې يو جدول [يعني شَيډول] جوړ كړو د هغې مطابق خپله محاسَبه كوو چې د خپلې مُحاسبے عادت مو جوړ شي، خو ياد ساتئ چې د خپلې مُحاسبے كولو د پاره تنهائي او د ضمير عدالت كيدل لازم دي، يعني چې زمونږه د ضمير عدالت دا فيصله اوكړي چې مونږه په كوم مقام ولاړ يو؟ چې د لږ ساعت د پاره سر ښكته كړو او د خپل تير شوي ژوند حساب اوكړو چې د كوم ځائے نه روان شوي وو او نن په كوم ځائے كښې يُو؟ په فائده كښې يُو او كه په نقصان كښې. كه په فائده كښې يُو يعني كه داسې وي چې د فرض لمُونځونو او روژو پابندي مو كړي ده، رياكاري، دروغ، غِيبت، چُـغلي، حسد، تكبر، وعده خلافي، د مور و پلار نافرماني او زړه ازارولو نه ځان ساتلو سره سره مو د الله پاك په نورو حكمونو عمل