Apni islah kesay Karain

Book Name:Apni islah kesay Karain

يوه زنانه نظر پريوتلو. فوراً ئې نظر ښكته كړو، او دومره شرمِنده شولو چې دا عَهد (يعني وعده) ئې اوكړه چې ”بيا به هيڅ كله هم بره اُونه ګورم[1]

    عجيبه حساب

      حضرت سَيِّدُنا امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نقل كوي چې حضرت سَيِّدُنا اِبنُ الصِّمَّه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ځل خپله محاسبه كوله، خپل عمر ئې شمار كړو نو هغه تقريبًا شپيته (60) كاله جوړ شو. دې شپيتؤ كالو له ئې په 12 كښې ضرب وركړو نو ووه سوه او شل (720) مياشتې ترينه جوړې شوې. ووه سوه او شل له ئې په 30 كښې ضرب وركړو نو حاصلِ ضرب يو وِيشت زره او شپږ سوه (21600) راغے، دا د هغوئي د عمر مبارك ورځې وے. بيا خپل ځان ته مخاطب شو او اوئې فرمائيل: كه زما نه هره ورځ يوه ګناه شوي وي نو تر اوسه پورې رانه يو وِيشت زره او شپږ سوه ګناهونه شوي دي! او په دې موده كښې به داسې ورځې هم شاملې وي چې يوه ورځ كښې به را نه زر ګناهونه ھم شوي وي. چې دا ئې اُووئيل نو د الله پاك د ويرې نه په لړزان شو! بيا ئې ناڅاپه د خُلې  نه يوه چغه اووتله  او زمكې ته ئې تشريف راوړو (يعني را پريوتلو) او رُوح ئې د بدن نه اووتلو. [2]  

د ماشوم والي خطا ور ياده شوه

        د حضرت سَيِّدُنا عُـتْـبَـةُ الْـغُلام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عبادت او رياضت دا حال وو چې د څلويښتو كالو پورې ئې د ماسخُتن په اوداسه د سحر لمُونځ ادا كړے وو. يو ځل هغوئي په يو ځائے تيريدلو نو بے هوشه شو او را پريوتلو، چې كله په هوش كښې راغلو نو اوئې فرمائيل: ”دا هغه ځائے  دے چې دلته زما نه په ماشوم والي كښې يوه ګناه شوي


 

 



[1]  … احیاء العلوم ، کتاب  المراقبة والمحاسبة ، ۴ / ۴۹۳

[2]  …  کیمیائے سعادت ج۲ص۸۹۱ ، تھران ، بتغیر