Apni islah kesay Karain

Book Name:Apni islah kesay Karain

نو هغه نفس ته مخاطب شي وائي: ”تا په كوم سوچ داسې اوكړل؟“ قَسَم په خدائے! په داسې خطا كښې به زما هيڅ عُذر هُم قبول نه شي. قَسَم په خدائے! بيا به زه اِنْ شَآءَ اللہ هيڅ كله هُم داسې خطا اونكړم. [1]

خپله مُحاسبه كول او دعوتِ اسلامي

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَلْحَمْدُلِلّٰہ! امیرِ اہلسنّت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه د نفس و شیطان د دوكے او ټګئ نه خبرداره كولو او د خپلې مُحاسَبے كولو يوه ډيره آسانه طريقه دے اُمَّت ته وركړي ده چې هغې ته په نيک اعمالو باندې د عمل كولو مطابق د محاسبے نوم وركړے شوے دے،  دا نيک اعمال د ګناهونو نه د بچ كيدلو په طريقو باندې مشتمله د شريعت و طريقت يوه جامع مجموعه ده. د اسلامي ورونړو د پاره 72، اسلامي خويندو د پاره 63، طالب علمانو د پاره 92،  ديني طالباتو د پاره 83، د مدرسة المَدينه ماشومانو د پاره 40، او خصوصي اسلامي ورونړو (يعني چاړاګانو، ګونګيانو) ورونړو د پاره ئې 27 نيک اعمال عطا كړي دي. 

     نيک اعمالو باندې عمل نه مراد د نفس محاسَبه كول او هره ورځ دا كتل دي چې تا نن څه څه كړي دي؟ د نيكئ د كارونو كولو په ذريعه د الله پاك قُربَت حاصلولو كښې كامياب شوے ئې كه نه؟  كه چرې يو كس خپله محاسبه كولو په دوران كښې په خپله نامه اعمال كښې د نيكو كمے او د ګناهونو  زياتوالے اُووِيني نو هغه له پكار دي چې د الله پاك نه اُويَريږي او د ګناهونو نه توبه اوكړي او په نيكو كښې د اضافے كوشش اوكړي ځكه چې د ګناه نه پس نيكي كول ګناه ختموي.

     امیرِ اهلسنّت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَہ  په نيک اعمالو باندې عمل كوونكو د پاره د الله پاك په


 

 



[1]    احیاء العلوم ، ۵ / ۳۴۹