Apni islah kesay Karain

Book Name:Apni islah kesay Karain

بارګاه كښې د وِلايت داسې دُعا كوي.

تُوولی اپنا بنالے اس کو ربّ لم یَزل                                                                                  نيک اعمال پر کرتا  ہے جو کوئی عمل[1]

 ته ولي كړې جوړ هغه رِبِّ لَم يَـزَل           په نيک اعمالو چې څوك كوي عمل

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

نيک اعمال د محاسبے بهترينه ذريعه ده

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د ”نيک اعمالو“ عظيمه تحفه د الله والؤ ياد تازه كوي او دا د هغوئي په لاره باندې د تللو او د خپلې محاسبے كولو بهترينه ذريعه هم ده، په دې نيک اعمالو باندې د عمل كولو په ذريعه مونږه د خپل ځان او د ټولې دُنيا د خلقو د اصلاح د كوشش كولو عظيمه جذبه هُم حاصلولے شو، د نيک اعمالو په رساله كښې د وركړو شوو سوالونو جوابونه تاسو پخپله په ”آو“ يا ”نه“ كښې د وركولو په ذريعه د خپلو اعمالو ښه او بد كيدلو جائزه اخستے شئ او خپلې غلطيانې صحيح كولے شئ.

       اَلْحَمْدُ لِلّٰه بيشميره اسلامي ورونړه او اسلامي خويندې او طلبه و طالبات هره ورځ د ”محاسبه“ كولو په ذريعه د نيک اعمالو په رساله كښې وركړي شوي خانے ډكوي، چې د هغې په بركت د نيك جوړيدلو او ګناهونو نه د بچ كيدلو په لاره كښې راتلونكي رُكاوټونه د الله پاك په فضل و كرم ورځ په ورځ لرې كيږي او د سُنَّتو د پابند جوړيدلو، ګناهونو نه د نفرت كيدلو، او د اِيمان د حفاظت د پاره د فكرمند كيدلو ذِهن هم جوړيږي. كه تاسو دا رساله واخلئ او ځان سره ئې كيږدئ او بيا بيا ئې ګورئ او خپله محاسبه كوئ نو د دې په بَرَكت به مو په زړه كښې د آخرت ياد پيدا


 

 



[1]  وسائلِ بخشش مرمّم ، ص۶۳۵