Book Name:Apni islah kesay Karain
ټولو نه افضل عمل دے.([1])
اے عاشقانِ رَسُول! ياد ساتئ! په نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي. د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو:
نِيَّت اوکړئ چې، * نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم. * چې څومره كيدے شو د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت دوزانو [يعني د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې] كښينم * كه قلم كاغذ درسره وي نو د اهمو نكاتو نوټ كولو هم نيت اوكړئ.
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِیْب! صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد
يو كس وو چې هغه به د دِينارِ عَيَّار په نوم ياديدلو، د هغه مور به هغه د بدو كارونو نه منع كولو خو هغه به نه منع كيدو. يوه ورځ هغه د قبرستان [اَدِيرې] په خوا تيريدلو هلته زاړه هډوكي خواره واره پراته وو. هغه ور وړاندې شو او يو هډوكے ئې را اوچت كړو نو هغه [هډوكے] د هغه په لاس كښې خاورې شو. هغه په سوچ كښې پريوتلو او خپل ځان ته ئې اووئيل: هلاك شې! يوه ورځ به ته هم په دوئي كښې شامل شې او ستا هډوكي به هم دغسې وراسته شي او بدن به دِ په خاورو كښې ګډ شي، د دې باوُجود ته په ګناهونو كښې اخته ئې؟ بيا ئې توبه اوكړه او اوئې وئيل: اے زما ربه! ما خپل ځان ستا په بارګاه كښې پيش كړو، په ما رحم اوكړې او ما قبول كړې. بيا هغه ځلمے زيړ مخ او مات زړه د خپلې مور خوا ته راغلو او اوئې وئيل: مورې! تښتيدلے غلام چې