Apni islah kesay Karain

Book Name:Apni islah kesay Karain

      زمونږ خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائيلے دے: پوهه كس هغه دے څوك چې خپله محاسَبه كوي او د آخِرت د بهترئ د پاره نيكئ كوي او بےوقوفه هغه دے څوك چې د خپل نفس په خواهشاتو پسې ګرځي او الله پاك نه د آخرت د نعمتونو اُميد ساتي. [1]  

محاسَبه څه ته وائي؟

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د رحمتِ عالَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خواږه خواږه ارشادات مونږ ته د خپل نفس د محاسبے كولو ترغيب راكوي چې څوك محاسَبه كوي هغه عقلمند دے او څوك چې د نفس پيروي كوي هغه بے وقوفه دے. مونږ ته د خپل نفس محاسَبه كول پكار دي، حضرت سَيِّدُنا امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د اعمالو كثرت، په مقدار كښې د زياتولو او په اعمالو كښې كمي پيژندلو د پاره چې كوم غور كيږي هغې ته محاسَبه وائى، كه څوك د خپلې ټولې ورځې اعمال مخې ته كيږدي چې هغه ته د كمي زياتي علم اوشي هُم دا مُحاسَبَه ده. [2]

د نفس د محاسَبه كولو وضاحت

     حضرت سَيِّدُنا حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د محاسبه نفس وضاحت كوي، اِرشاد فرمائي: د مومن په زړه  كښې چې ناڅاپه يو ښكلے خيال پيدا شي نو مومن وائي: ”قَسَم په خدائے! ته زما ډير خوښ ئې، ته زما ضرورت هم ئې، خو افسوس! ستا او زما په مينځ كښې يو رُكاوټ دے.“ دا سوچ چې اوكړي نو مومن هغه خوښ شوے خيال پريږدي، دې ته د عمل نه مخكښې محاسبه وائي. بيا فرمائي: بعضې وخت د مومن نه خطا اوشي


 

 



[1]     ابن ماجه ، کتاب الزهد ، باب ذکر الموت والاستعداد له ، ص۶۹۰ ، حدیث : ۴۲۶۰

[2]  …احیاء العلوم ، ۵ / ۳۱۹