Apni islah kesay Karain

Book Name:Apni islah kesay Karain

هغوئي دوه غلامان آزاد كړل.

      د حضرت سَيِّدُنا اِبنِ اَبي ربيعه رَضِیَ الله عَنْه  نه د سحر دوه ركعته پاتې نو هغوئى يو غلام آزاد كړو. او په هغه بزرګانو كښې به بعضو په خپل نفس باندې يو كال روژے نيول يا پياده حج كول يا خپل ټول مال صدقه كول لازم كړل او هغوئي به دا ټول كارونه د نفس او شيطان نه د حفاظت او د آخرت د نجات د پاره كول. [1]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

په احاديثِ مباركه كښې د محاسَبے متعلق ترغيبونه

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! په احاديثِ مباركو كښې هم خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډير ځله د اعمالو محاسَبه كولو ترغيب ارشاد فرمائيلے دے، راځئ يو څو فرامِينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورو:

د محاسَبے د پاره وخت مقرر وي

      زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: د عقلمند د پاره يو ساعت داسې كيدل پكار دے چې په هغې كښې هغه د خپل نفس محاسَبه كوي. [2]

د شپيتؤ كالو د عبادت نه غوره....

      زمونږه خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: د آخرت په مُعامَله كښې يو ساعت غور و فِكر كول د شپيتَؤ (60) كالو د عبادت نه غوره دي. [3]

پوهه څوك دے؟


 

 



[1]  احیاء العلوم ، ۵ / ۳۶۰ بتغیر

[2]     شعب الایمان ، باب فی تعدید نعم ﷲ …الخ ، ۴ / ۱۶۴ ، حدیث : ۴۶۷۷

[3]     جامع صغیر ، ص۳۶۵ ، حدیث : ۵۸۹۷