Apni islah kesay Karain

Book Name:Apni islah kesay Karain

سِينه مې دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا     جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

د لباس اغوستلو سنتونه او آداب

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! راځئ چې د اميرِ اهلسنت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَہ د رسالے 163 مدني ګلونه نه د لباس اغوستلو متعلق يو څو مدني ګلونه واورو:

       اَوَّل درې فرامينِ مصطفٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوګورئ: * د پيريانو د سترګو او د خلقو د سِتر په مينځ کښې پرده دا ده چې کله څوک جامے ويستل غواړي نو [مخکښې دِ]  بِسْمِ اللّٰه اولولي. [1]  مُفَسِّرِ قرآن، حضرت مُفتي اَحمد يار خان رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه فرمائي: څنګه چې ديوالونه او پردے د خلقو د نظر نه رُكاوټ [يعني پناه] جوړيږي دغسې به دا د الله پاك ذکر د پيريانو د سترګو نه پرده جوړيږي او شيطان به هغه (يعني شرمګاه) نه شي ليدلے. [2] *  څوک چې کپړے واغوندي او دا اولولي: اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ الَّذِیْ کَسَانِیْ ھٰذَا وَرَزَقَنِيْہِ مِنْ غَيْرِحَوْلٍ مِّنِّیْ وَلَا قُوَّۃٍ  (ترجمه: ټول ثناء صِفَت هغه الله پاك لره دي چا چې ما ته دا جامے واغوستلې او زما د طاقت او قوت نه بغير ئې ما ته عطا كړې) نو د هغه مخكښې وروستو ګُناهونه به معاف شي. [3] * څوک چې د قدرت [يعني د وَس] باوجود ښائسته او ښکلې جامے اغوستل د تواضُع (يعني د عاجزئ) په طور پريږدي، الله تعالٰی به هغه ته د کرامت حُلّه وراغوندي. [4]  * د حُضُورِ اَكرم صَلَّى  اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارک


 

 



[1]  … اَلْمُعْجَمُ الْاَ وْسَط ، ۲ / ۵۹ حدیث : ۲۵۰۴

[2]  … مراٰۃ  المناجیح ، ۱ / ۲۶۸ بتغیر قلیل

[3]  …  شُعَبُ الْاِیمان ج۵ ص۱۸۱ حدیث۶۲۸۵

[4]  … ابوداوٗد ۴ / ۳۲۶ حدیث : ۴۷۷۸