Apni islah kesay Karain

Book Name:Apni islah kesay Karain

چې دا راياد شي نو زه اُويَريږم چې معلومه نه ده الله پاك به ما په كومه ډله كښې شاملوي ؟ بس دا هغه كارونه دي كومو چې زه تاسو سره د كښيناستلو او خبرو كولو نه منع كړے يم. [1] 

کاش کے نہ دنیا میں   پیدا مَیں  ہوا ہوتا                                                       قبر و حشر کا ہرغم ختم ہو گیا ہوتا

آہ! سَلْبِ ایماں   کا خوف کھائے جاتا ہے                                                                                            کاش کے مِری ماں   نے ہی مجھ کو نہ   جنا ہوتا[2]

كاش چې زه دُنيا كښې نه وے پيدا شوے                    د قبر و حشر ټول غم به وے ختم شوے

آه! اوخوړم، د بدې خاتِمے ويرې                              كاش چې زه د موره، نه وے پيدا شوے

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                       صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوليده! د الله پاك نيكو بندګانو به په بارګاه اِلٰهي كښې د پيش كيدلو او د حساب كتاب متعلق څومره ويره لرله او هر وخت به ئې دا كوشش كولو چې كاش زه د دُنيا نه اِيمان سلامت يوسم. د الله والؤ په مبارك كردار كښې زمونږ د پاره د زده كولو دا درس(سبق) موجود دے. چې مونږ له هم د خپل اِيمان د سلامتيا فِكر كولو سره سره نجات وركوونكي اعمال هُم كول پكار دي.

د ټول ژوند حساب كتاب به څنګه وركړے شے؟

      يو بُزرګ خپل ځوئ ته اوفرمائيل: هره ورځ چې كومه خبره واورې يا څه  اووينې او يا څه عمل  اوكړې ماښام ما ته هغه ټول بيانوه. په هغه ماښام خو ورته ځوئ د ټولې ورځې د كارونو رپورټ وركړو، خو بله ورځ ئې معذرت اوكړو او عرض ئې اوكړو چې پلاره! غر خو په سر ايښودے شم خو د ټولې ورځې د اعمالو اورولو او بيانولو همت او


 

 



[1]  … روح  البیان ، پ۳ ، اٰل عمران ، تحت  الایۃ۸۳ ،  ۲ / ۶۰

[2]    ...   وسائل بخشش(مُرمَّم) ، ص١٥٨