Book Name:Apni islah kesay Karain
خپل آخرت ښائسته كولو د پاره مونږ له كوشش كول پكار دي، دا بهانه به صبا د قيامت په ورځ مونږه نه شي خلاصولے چې مونږه خپله اصلاح كول غوښتل خو د معاشرے بدعملئ د اصلاح كولو موقع رانكړه او په دُنيا كښې په دې خبره مونږه خپل ضمير نه شو مطمئن كولے چې كه نور خلق بدل شي نو مونږ به هم بدل شو. بلكه دا سوچ پكار دي چې كه مونږه بدل شو نو معاشره به پخپله بدله شي، كه مونږه بدل شو نو رسم ورواج به بدل شي، كه مونږه بدل شو نو حالات به هم بدل شي، كه مونږه بدل شو نو څه نه څه تبديلي خو به راشي، چې مونږه پخپله نه بدليږو نو بيا د نورو خلقو د بدليدلو انتظار څنګه اوكړو، كه مونږه حالات بدلول غواړو، ماحول بدلول غواړو، نو پكار ده چې اول خپل ځان بدل كړو، او شريعت په خپل ظاهر او باطن باندې نافذ كړو، كه بدلول غواړئ نو خپل انداز بدل كړئ، كه بدلول غواړئ نو د خوراك څښاك انداز بدل كړئ، كه بدلول غواړئ نو د خپل كور ماحول بدل كړئ دا هر څه د شريعت مطابق جوړ كړئ، د كاروبار، او اخستلو خرڅولو په مُعامَلاتو غور اوكړئ چې په هغې كښې څه غير شرعي كار خو نه كيږي؟ د عمامے تاج په سر كړئ، خپلې سترګے د بے پردګئ نه بچ ساتئ او په خپل ځان شرعي پرده نافذ كړئ يعني دغسې ځان بدل كړئ نو ماحول به پخپله بدل شي، كه مونږه خپل كردار بدل كړو نو ماحول به هُم بدل شي او مونږ له دا نه دي هيرول پكار چې كوم قوم خپل حالت نه بدلوي د هغوئي حالت نه بدليږي. هم دا وجه ده چې د الله پاك نيك بندګان په ډيره ثابت قدمئ سره د خپلو اعمالو محاسبه كوي او د دې نه په هيڅ صورت هم نه غافله كيږي.
حضرت سَيِّدُنا انس بن مالك رَضِیَ الله عَنْه فرمائي: يو ځل ما حضرت سَيِّدُنا عمر فاروقِ