Apni islah kesay Karain

Book Name:Apni islah kesay Karain

پاره روښانه كړئ، د الله پاك د كتاب او د دې د احكاماتو نه نصيحت حاصل كړئ ځكه چې الله پاك د داسې قوم صفت بيان كړے دے. چنانچه په سيپاره 17 سُورۂ اَنبیاء آيت نمبر 90 كښې ارشاد دے:

اِنَّهُمْ كَانُوْا یُسٰرِعُوْنَ فِی الْخَیْرٰتِ وَ یَدْعُوْنَنَا رَغَبًا وَّ رَهَبًاؕ-وَ كَانُوْا لَنَا خٰشِعِیْنَ(۹۰)  (پ۱۷،الانبیاء:۹۰)

مفهوم ترجمه كنزالایمان: بےشکه هغوئي به د خير په كارونو كښې تادي كوله او مونږ به ئې يادولو په اُميد او ويره، او زمونږ په بارګاه كښې به ئې عاجزي كوله.[1]

په كوتاهئ كولو نفس ته سزا وركړئ!

 خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! چې كله مو نفس ګناهونو ته را اُوپارَوِي يا درباندې د نيكو اعمالو په كولو كښې كوتاهي اوكړي نو دا [نفس]  آزاد پريښودل نه دي پكار بلكه ده ته سزا وركوئ چې بيا درباندې سُستي نه راولي. څنګه چې امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: كه نفس په يو مُسْتَحَب كار كښې سُستي اوكړي يا په يوه وظيفه كښې كمے اوكړي نو ده ته داسې خبردارے وركړئ چې په ده باندې د نوافلو بوج واچوئ ځكه چې د الله پاك د پاره عمل كوونكي هُم داسې عمل كوي، چنانچه يو ځل حضرت سَيِّدُنا عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ الله عَنْه نه د مازديګر لمُونځ د څه شرعي عُذر په وجه پاتې شو نو هغوئي هغه زمكه صدقه كړه د كومې قيمت چې دوه لاكه درهمه وو. سُبْحٰنَ الله دغه شان د حضرت سَيِّدُنا عبدُ الله بن عمر رَضِیَ الله عَنْهما   نه به كه چرې د جَمعې لمُونځ پاتې شو نو هغوئي به [د خپل نفس مُحاسبه كولو د پاره] ټوله شپه په عبادت كښې تيروله. يو ځل ترينه د ماښام لـمونځ دومره ناوخته شو چې دوه ستوري ښكاره شو نو


 

 



[1]  ... در منثور ، پ۲۸ ، الحشر ، تحت الآية : ۱۸ ، ۱۹ ، ۸ / ۱۲۰