Apni islah kesay Karain

Book Name:Apni islah kesay Karain

كيږي او د نيكو اعمالو كولو او د ګناهونو نه د بچ كيدلو ذِهن به مو هم جوړيږى. د نيک اعمالو دا رساله پخپله د نصيحت كولو بهترينه ذريعه ده. زمونږ بُزُرګانِ دين هم پخپله د نصيحت د پاره مختلفے طريقے استعمال كړي دي.

میں بَن جاؤں سَراپا ”نيک اعمال“ کی تَصویر                                                       بَنُوں گا  نیک یا اللہ اگر رَحمت تِری ہوگی

 

ما جوړ كړې نمونه د نيک اعمالو                                                                                        كه ستا رحمت وي زه به نيك شم ربـه

 

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د نيک اعمالو بركتونه

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د نيک اعمالو په وجه ډيرو اسلامي ورونړو ته ډير بركتونه حاصل شوي دي او حاصليږي.

     د صوبه پنجاب د فيصل آباد ښار په خواو شا كښې د اوسيدونكي يو اسلامي ورور  په يو نيم كال كښې داسې يوه ورځ هُم نه ده تيره شوي چې هغه پكښې د خپلو اعمالو جائزه يعنې خپله مُحاسَبه نه وي كړي، اَلْحَمْدُ لِلّٰه په نيک اعمالو د عمل كولو په بركت هغه ته  سُوْرَۀ مُلْك زباني ياد شوے دے. دغه شان د حيدرآباد سندهـ يو اسلامي ورور ته د رَجَبُ الْمُرَجَّب په مياشت 1426هـ كښې يوه شپه په خوب كښې د نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دِيدار نصيب شو. حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څه داسې اوفرمائيل: څوك چې په دې مياشت كښې هره ورځ پابندئ سره د نيک اعمالو متعلق خپله مُحاسبه اوكړي، الله پاك به د هغه بخښنه اوكړي.

د نيک اعمال د ايپ (Application) تعارُف

      د دعوتِ اسلامي آئى ټي ډيپارټمنټ (I.T Department) د عاشقانِ رسول د پاره يو