Book Name:Apni islah kesay Karain
اعظم رَضِیَ الله عَنْه د يو باغ د ديوال خو اته اوليدلو چې هغوئي خپل نفس ته فرمائيل: واه! خلق تا ته اَمِيرُ المُؤمنين وائي (بيا ئې د عاجزئ نه اوفرمائيل) او ته (ئې چې) د الله پاك نه نه يَريږے! (ياد ساته!) كه تا د الله پاك ويره اُونه ساتله نو د هغه په عذاب كښې به اخته شے. [1]
په يو روايت كښې دي چې حضرت سَيِّدُنا عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ الله عَنْه به هره ورځ خپل حساب كولو او چې كله به شپه راغله نو خپله ښپه به ئې په كوړه اُووهله او فرمائيل به ئې: وايه! نن تا څه څه كړي دي؟ [2]
صرف دا نه بلكه په يو روايت كښې تر دې پورې دي چې هغوئي رَضِیَ الله عَنْه سره به يو رجسټر وو، په هغې كښې به ئې خپل هفته وار اعمال ليكل، بيا به ئې د هرې جُمعے په ورځ د خپلو اعمالو جائزه اخستله او چې كوم [مُباح] عمل به ئې په خپل ګمان كښې د رضائے الٰهي د پاره نه وو كړے نو خپله ښپه به ئې په كوړه وهله او فرمائيل به ئې: تا دا كار ولې كړے دے؟[3]
د سيرتِ فاروقي نه خپله اصلاح اوكړئ!
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَمِيرُ المُؤمِنين حضرت سَيِّدُنا فاروق اعظم رَضِیَ الله عَنْه په عَشَره مُبَشَّره كښې شامل عظيم صحابي دے يعني هغه لس خوش نصيبه صحابه كرام رَضِیَ الله عَنْهم چا ته چې سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي په ژوند كښې د جنت زيرے وركړے وو، په هغوئي كښې دوئي هم شامل دے، د نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه فيض او تربيت حاصلوونكے، كامل علم او عمل والا او د وخت اَمِيرُ