Apni islah kesay Karain

Book Name:Apni islah kesay Karain

كړے دے نو د الله پاك شكر ادا كړئ. خو كه د دې برخلاف مو د ژوند ساعتونه په ګناهونو او فضولو كارونو كښې تير كړي وي نو پوهه شئ چې مونږه په ژوند كښې نقصان اوچتوو، لِهٰذا پكار ده چې زر زر توبه اوباسو او د الله پاك راضي كولو كارونو كښې اولګو.

      ياد ساتئ! په زړه كښې مو چې كله څه خيال پيدا شي نو په هغې د عمل كولو په ځائے لږ سوچ كوئ چې دا كار د الله پاك د راضي كولو سبب جوړيدے شي كه نه، كه د الله پاك د قُربَت سبب وي نو هغه نيك كار باندې فوراً عمل اوكړئ. خو كه يو كار داسې وي چې په هغې كښې د الله پاك او د هغه د خوږ حبيب ناراضګي وي نو داسې كار فوراً د خپل ذِهن او زړه نه اوباسئ چې چرته د هغې د سپيروالي په وجه د الله پاك د رحمت نه محرومه نه شئ.

      حضرت سَيِّدُنا شيخ ابو طالب مكّي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: بعضې نيك كارونه په عمر كښې د اضافے او بركت سبب ګرځي، په عمر كښې د بركت نه مراد دا دے چې تاسو په خپل لږ عمر كښې د الله پاك د رضا حاصلولو د پاره داسې نيك كارونه اوكړئ چه هغه مقام او مرتبه حاصلولو كښې كامياب شئ كومه چې نورو خلقو په اوګږدو عمرونو كښې د خپل غفلت په سبب نه ده حاصله كړي. دغه شان د دولسو مياشتو په لږه موده كښې تاسو د علم و عمل هغه اوچت مقام ته رسيدے شئ كوم مقام ته چې بل كس د دِين نه د لرې والي په وجه په شلو كالو كښې هم نه شي رسيدلے. [1]

     راځئ چې الله پاك د يو بل نيك بنده واقعه واورو چې هغوئي به د خپل نفس محاسبه څنګه كوله؟


 

 



[1]  …  مقصد حیات ، ص۵۰