Apni islah kesay Karain

Book Name:Apni islah kesay Karain

شاندار كار كړے دے، هغه څه دے؟ راځئ چې واورو! دعوتِ اسلامي په دې نوي دور كښې د تبليغ قرآن و سُنَّت دعوت عام كولو د پاره نوي نوي ذريعے اختياروي. په دې سلسله كښې د ”نيک اعمال ايپ په نوم هم يو ايپ (Application) جوړ كړے شوے دے. د دې ايپ استعمالول ډير آسان دي، په دې ايپ كښې درې ژبے اردو، انګريزي او هندي دي. د دې ايپ په مدد د هرې ورځې، د هفته وارو، ماهانه او سالانه نيک اعمالو محاسبه كولو سره سره د قُفلِ مدينه كاركردګي هم شامليدے شي. ماهانه كاركردګي پكښې كتلے او فائنل كولے شئ، خپله كاركردګي په ګوګل ډرائيو (Google Drive) جمع كولے شئ. د دې نه علاوه نور هم ډير معلومات دي. لِهٰذا تاسو نن په خپل موبائل كښې دا ايپ انسټال كړئ او د دې نه ډيره فائده واخلئ.

 كه مونږ بدل شو نو مُعاشره به هُم بدله شي

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په دې زمانه كښې ډير خلق د خپلو اعمالو حساب نه كوي، مونږه د كور  د خرچ حساب كتاب خو پابندئ سره كوو، خو د خپل نفس د حساب د پاره هيڅ كله تيار نه يو، په كور كښې څومره خرچ اوشو ولې اوشو د دې حساب خو اخلو خو نن مې څومره بد عمل كړے دے او ولې مې كړے دے نيكئ مې ولې نه دي كړي؟ د د ے حساب ځان سره نه كوو، ياد لرئ! څنګه چې د دُنيا د ترقئ اُصول دي چې كومه اداره خپل حساب نه كوي، د كمي زياتي خيال نه ساتي هغه اداره هيڅ كله ترقي نه شي كولے، دغه شان كوم كس چې د خپل نفس محاسبه نه كوي، د خپلو اعمالو اصلاح د پاره سنجيدګئ سره كوشش نه كوي هغه هم په خپلو اعمالو كښې د نيكو اِضافه نه شي كولے. څنګه چې په معاشره كښې كه د حساب كولو عمل ختم شي نو هلته خرابي، قتل او جګړے عامے شي، دغه شان كه د نفس حساب اونشي نو انسان په ګناهونو كښې اخته كيږى او خپل آخرت تباه كوي.