Book Name:Apni islah kesay Karain
جُرأَت نه لرم. والد صاحِب ئې اوفرمائيل: ځويه! زه هم تا د دې كار د پاره نه مجبورووم بلكه زما ستا پابند كول د دې د پاره وو چې تا ته معلومه شي چې ته د يوے ورځې حساب كتاب نه شے بيانولے نو د ټول ژوند حساب كتاب به د الله پاك په دربار كښې څنګه وركړے شے؟ [1]
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د سَيِّدُنا اَحنَف بن قيس محاسبه نفس
د حضرت سَيِّدُنا احنف بن قيسرَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو شاګرد بيانوي چې زه به د هغوئي په مجلس كښې د سحره پورې اوسيدلم، هغوئى به د شپې په اكثره حصه كښې لمُونځ كولو او دُعا به ئې غوښتله او د بلې ډِيوے د پاسه به ئې ګوته اونيوله تر دې چې د اور تود والے به ئې محسوس كړو بيا به خپل ځان ته مخاطب شو اَو اُو به ئې فرمائيل: اے حُنَيف! نن تا فلانكے عمل ولې كړے دے؟ نن دِ فلانكے عمل ولې کړے وو؟ [2]
يعني خپله محاسبه به ئې كوله چې كه چرې زما نفس غلطي كړي وي چې هغه خبردار شي چې د ډِيوے دا شُعله چې ډير لږ اور دے، بيا هم ناقابِلِ برداشت دے نو د جَهَنَّم سخت او خوفناك اور به څنګه برداشت كړې!
حضرت سَيِّدُنا امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دغه شان يو بل حكايت نقل كوي فرمائي:
حضرت سَيِّدُنا مجمع نامي يو بُزُرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ځل بره اوكتل نو په يو چت ئې په