Book Name:Apni islah kesay Karain
وه.“ [1]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو واوريدل! الله والؤ به څنګه خپله محاسَبه كوله، د هغوئي انداز څومره اعلٰى وو، هر وخت په نيكو كښې د مصروف اوسيدلو باوُجود به ئې خپل ځان ګنهګار ګنړلو حالانكه د هغوئي شان خو دا دے چې هغوئى به مستحبات پريښودل هم د خپل ځان د پاره ګناه ګنړله. په نفلي عباداتو كښې كمے كول به ئې جُرم ګنړلو او د ماشوم والي خطا به ئې هم ګناه شميرله حالانكه د بالغ كيدلو نه مخكښې ګناه نه شميرلے كيږي.
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د الله والؤ د ژوند د انداز نه مونږ ته دا درس حاصليږي چې مونږه صرف نيك كارونه كوو او كه چرته ګناه رانه اوشي نو هغه ياده ساتو او د خپلې اصلاح د پاره په هغې باندې په سختئ سره خپله محاسَبه كوو بلكه په نيكو اعمالو كښې په كمي باندې خپل ځان ملامته كړو او هر ساعت د الله د قَهر او غضب نه يَريږو.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره كښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت كښې زما سره وي.‘‘ ([2])
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا