Book Name:Apni islah kesay Karain
لباس به اکثر د سپينې کپړے وو. [1] * لباس د حلالې ګټې پكار دے، او کوم لباس چې د حرامې ګټې نه حاصل شوے وي، په هغې کښې فرض و نفل يو لـمونځ هم نه قبليږي. [2] * منقول دي: چا چې په ناسته عمامه اوتړله يا ئې په ولاړه پاجامه يا پرتوګ واغوستلو نو الله پاك به هغه په داسې مرض کښې اخته کړي چې د هغې علاج نشته. [3] * د اغوستلو په وخت کښې د ښي طرف نه شروع اوکړئ (چې دا سنّت دي) مثلاً چې کُرته [يا قميص] اغوندئ نو مخکښې په ښي لِستونړي کښې ښے لاس داخل کړئ بيا ګڅ لاس په ګڅ لِستونړي کښې. [4] * هم دغسې پرتوګ اغوستلو کښې مخکښې په ښئ پينڅه کښې ښئ ښپه داخله کړئ او چې کله (قميص يا پرتوګ) اوباسئ نو د دې برعکس (يعني برخِلاف) کوئ، يعني د ګڅ طرف نه شروع کوئ. * د دعوتِ اِسلامي د اشاعتي ادارے مَكْتَبَةُ الْمَدِينه چاپ شوي د 1197 صفحو کتاب بهارِشريعت جلد 3 صفحه 409 كښې دي: سُنَّت دا دي چې د لمَن اوګږدوالے د پنډئ د نيمې پورې وي او د لِستونړي اوګږدوالے زيات نه زيات د ګوتو د څوكو پورې او پلن والے ئې يو لويشت وي. [5] * سُنَّت دا دي چې د نارينه لَنګ يا پاجامه [يعني پرتوګ وغيره] د ګيټئ نه پاس وي. [6]