Apni islah kesay Karain

Book Name:Apni islah kesay Karain

شروع كړل، او بےهوشه شو. مور ئې ورته آواز اوكړو خو هغه څه جواب ورنكړو. هغې اوئيل: زما خوږه ځويه! اوس به كوم ځائے ملاقات كيږي؟ هغه ځلمي په كمزوري آواز  كښې جواب وركړو: كه د قيامت په ورځ تاسو ما اُونه وينئ نو د جَهنَّم د داروغه نه تپوس اوكړئ. بيا ئې يوه چغه اوكړه او ساه ئې اوختله. [1]

صَـلُّـوْا  عَلَـی الْحَبِیْب!                                                 صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد

هره ورځ د خپلو اعمالو متعلق غور و فِكر كوئ

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوليدل! چې دِينار عَيَّار د خپلې اصلاح د پاره د خپلو اعمالو  څنګه مُحاسبه اوكړه او په خپل انجام ئې غور اوكړو او د بدو كارونو نه ئې داسې د رښتياؤ توبه اوكړه چې د خپل انجام د ويرې په وجه په هم هغه حالت د دُنيا نه رُخصت شو.

       د دې حكايت نه مونږ ته دا درس حاصل شو چې د خپل اصلاح په طريقو كښې يوه طريقه خپله محاسبه كول او د آخرت فِكر كول هم دي ځكه چې د محاسبے په ذريعه بنده ته خپلې غلطيانې ښكاره شي او د آخرت فِكر د دُنيا نه بے رغبتي پيدا كوي، د نفس محاسبه د ګناهونو نه د بچ كيدلو بهترينه ذريعه ده او د دې حكم الله پاك په خپل كلام قرآنِ مجيد كښې په سيپاره 28، سُورۂ حَشْر آيت نمبر 18 كښې ارشاد فرمائيلے دے:

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَ لْتَنْظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍۚ-وَ اتَّقُوا اللّٰهَؕ-اِنَّ اللّٰهَ

مفهوم ترجمۂ کنز الایمان: اے ایمان والو د اللہ نه اويريږئ او هر نفس دِ اوګوري چې هغه د صبا د پاره مخكښې څه ليږلي دي او د اللہ نه اويريږئ


 

 



[1]   کتاب التوابین ، ص۲۵۶