Apni islah kesay Karain

Book Name:Apni islah kesay Karain

كله اونيولے شي نو هغه سره څه سلوك كيږي؟ مور ئې جواب وركړو: هغه ته زګے جامے اغوندي، وچه ډوډئ وركوي او د ښپو او لاسو نه ئې تړي. هغه عرض اوكړو: زما سره هُم هغه سلوك اوكړئ كوم چې تښتيدلي غلام سره كيږي، شايد چې زما د دې ذِلَّت په وجه الله پاك ما مُعاف كړي. د هغه مور د هغه دا خواهش پورا كړو. چې كله به شپه شوه نو هغه به ژړا فرياد كولو او وئيل به ئې: اے دِيناره! ته هلاك شې! آيا ته په خپل ځان قابو نه لرې، ته به څنګه د الله د غضب نه بچ شې؟ تر دې چې سحر به شو. يوه شپه ئې مور اووئيل: ځويه! په خپل ځان رحم اوكړه او دومره سخته په ځان مه تيروه. هغه جواب وركړو: ما په خپل حال پريږده، د لږې سختې نه پس كيدے شي چې ما ته اوګږد آرام رانصيب شي. اے مورې! زما د نافرمانو يو اوګږد فهرست د الله پاك په حضور كښې موجود دے. او ما ته معلومه نه ده چې ما ته به د رحمت مقام ته د تللو حكم كيږي او كه د هلاكت كندې ته به غوزاريږم؟ ما ته د هغه تكليف ويره ده د كوم نه پس چې آرام نه نصيب كيږي، زه د داسې سزا نه ويريږم د كومې نه پس چې مُعافي نه حاصليږي. مور ئې چې دا واوريدل نو اوئې وئيل: ښه! لږ آرام خو اوكړه. هغه اُووئيل: زه څنګه آرام كولے شم؟ آيا تاسو زما د بخښنې ضمانت راكوئ؟ څوك به زما د بخښنې ضمانت راكړي؟ ما په خپل حال پريږدئ! داسې نه چې صبا خلق جَنَّت ته روان وي او زه جَهنَّم ته روان يم. يو ځل ئې مور په خوا تيريدله نو هغه د سيپاره 14، سُورۂ حِجْر آیت نمبر92،93 لوستلو:  

فَوَرَبِّكَ لَنَسْــٴَـلَنَّهُمْ اَجْمَعِیْنَۙ(۹۲) عَمَّا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ(۹۳) (پ۱۴،الحجر:۹۲تا۹۳)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : نو ستا د رب په قسم! مونږ به ضرور د هغه ټولو نه تپوس كوو، چې څه به هغوئي كول.

    او په دې باندې ئې غور كول شروع كړو، تر دې چې د مار په شان تاويدل ئې