Book Name:Andheri Qabar

اغوستے شوے وو، آيا اوس هم هغه صفا سُتره دے؟ اے بابا جانه! تاسو په قَبْر كښے د صحيح او سلامت بدن سره خخ كړے شوي وئ، آيا اوس هم ستاسو بدن سلامت دے يا چينجو خوړلے دے؟ اے بابا جانه! عُلماء فرمائي چه د قَبْر په وړومبئ شپه د بنده نه د ايمان په باره كښے تپوس كيږي نو څوك جواب وركړي او څوك نااُمِّيده پاتے شي نو آيا تاسو د دے سوال صحيح جواب وركړے دے يا ناكامه پاتے شوي ئے؟ اے بابا جانه! عُلماء فرمائي چه د بعضو مړو د پاره قَبْر فراخه شي او د بعضو د پاره تنګ كړے شي نو ستاسو د پاره قبر تنګ شوے دے كه فراخه شوے دے؟ اے بابا جانه! عُلماء فرمائي چه د بعضے مړي كفن په جَنَّتى كفن كښے بدل كړے شي او د چا كفن د جَهَنَّم د اور په كفن كښے بدل كړے شي نو ستاسو كفن د اور په كفن كښے بدل شوے دے كه په جَنَّتى كفن كښے بدل شوے دے؟ اے بابا جانه! عُلماء فرمائي چه قَبْر بعضے خلق داسے [په آسانه] زور كوي څنګه چه مور خپل ورك شوے ماشوم په موندلو د ډيرے مِينے نه خپلے سينے سره راجوخت كړي او چا ته چه په غضب شي نو هغه له دومره زور وركوي چه د هغه پوښتئ ماتے شي او په يو بل كښے ننوځي نو آيا قبر تاسو د مور په شان په نرمئ زور كړئ او كه نه پوښتئ ئے درله ټوټے ټوټے كړي دي؟ اے بابا جانه! عُلماء فرمائي: مړے چه كله قبر ته كوز كړے شي نو په دواړو صورتونو كښے هغه پښيمانه وي، كه هغه نيك بنده وي نو په دے خبره پښيمانه وي چه هغه زياتے نيكئ ولے نه دي كړي، او كه ګهنګار وي نو په دے وجه به پښيمانه وي چه ګناهونه ئے ولے كړي دي! نو اے بابا جانه! تاسو د نيكو په كمئ پښيمانه شوي ئے كه د ګناهونو په زيات والي؟ اے بابا جانه! پرون به چه ما تاسو ته غږ اوكړو نو تاسو به ما ته جواب راكولو، نن زه څومره بدنصيبه يم چه