Book Name:Andheri Qabar

څلورم عمل د متيازو د څاڅكو نه نه بچ كيدل

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د قَبْر د عذاب باعِث جوړيدونكے څلورم كار د متيازو د څاڅكو نه نه بچ كيدل دي، چنانچه:

      حُضُورِ اكرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: عذابِ قبر عموماً د متيازو (د څاڅكو نه د نه بچ كيدلو) په وجه كيږي. (معجم کبیر ،  ۱۱ / ۶۹ ،  حدیث : ۱۱۱۲۰)

په يو بل روايت كښے خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: د قَبْر عذاب د متيازو (د څاڅكو نه د نه بچ كيدلو) په وجه كيږي، لِـهذا دے نه بچ اوسئ. (ابن ماجۃ ، ابواب الطہارۃ ، باب التشدیدفی البول ، ۱ / ۲۱۹ ،  حدیث : ۳۴۸)

      الله پاك دِ مونږ ته په دے حديثونو د عمل كولو توفيق راكړي. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چه زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چه زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به  جنّت کښې زما سره وي.‘‘ ([1])

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا

جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا


 

 



[1]    ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣