Book Name:Andheri Qabar

بيا ئے اُوفرمائيل: د دے د پاره تياري اوكړئ. (ابن ماجہ ،  کتاب الزھد  ،  باب الحزن والبکاء  ،  ۴ / ۴۶۶ ،  حدیث :  ۴۱۹۵ )

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      اَميرُ الْمُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدُنا عُثمانِ غَنى رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ به چه كله د چا د قَبر خوا ته تشريف يوړو نو دومره به ئے اوژړل چه ګيره مبارَكه به ئے لـمده شوه. چا ورته عرض اوكړو چه د جَنَّت او دوزخ  تذكِره كولو په وخت كښے تاسو نه ژاړئ خو د قَبر خوا ته ډير ژاړئ د دے څه وجه ده؟ ھغوئي رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ اوفرمائيل چه: ما د سركارِ نامدار صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه اوريدلي دي: چه د آخِرت د ټولو نه وړومبے منزل قَبر دے، كه قَبر والا د دے نه خلاصے اوموندو نو وروسته مُعامَله د دے نه آسانه ده او كه د دے نه ئے خلاصے اُونه موندو نو وروسته مُعامَله زياته سخته ده.

(ابن ماجہ ،  کتاب الزھد  ،  باب  ذکرالقبروالبلی  ،  ۴ / ۵۰۰ ،  حدیث :  ۴۲۶۷)

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! تاسو واوريدل چه د ذُوالنُّورین او جامِعُ الْقُرْاٰن لقب حاصلوونكي دريم خليفه حضرتِ سَيِّدُنا عُثمان بِن عَفَّان رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ د الله تعالٰى څومره ويره لرله! هغوئي رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ په عَشَره مبشره يعني هغه لسو خوش نصيبو صحابۀ كرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان كښے شامل وو كومو ته چه د الله پاك خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خپله مباركه خُله خصوصي طور د جَنَّت خوشخبري وركړي وه، هغه عظيم صحابي چه فرښتو به ترينه هُم حياء كوله، خو د دومره فضيلتونو باوجود به هُم د الله پاك په ويره كښے اوسيدلو، او زمونږه حال دا دے چه خپل قَبْر مو بالكل هير كړے دے، هره ورځ