Book Name:Andheri Qabar

      په دے روايت كښے د شپے په تَياره كښے يَريدونكو! د پيشو په مياؤں باندے ټوپ وهلو والؤ! د سپي په غپلو لاره بدلولو والؤ! د مار او لړم صرف نوم اوريدلو باندے رپيدلو والؤ! خو د الله پاك نه نه يَريدلو والؤ د پاره ډير عِبرت دے.

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږ ته پكار ده چه په زړه كښے د خوفِ خُدا راپيدا كولو كوشش اوكړو. د دے يوه بهترينه طريقه دا هُم ده چه مونږه د عاشِقانِ رَسُول مَدَني تحريك دعوتِ اسلامي سره خپل تَعَلُّق مضبوط كړو. اَلْحَمْدُ لِلّٰه د دے مَدَني ماحول په بَرَكت بيشميره خلقو د ګناهونو نه توبه اوكړه او د نيكئ په لاره روان شو. د پينځلسمے صدئ عظيم عِلمي او روحاني شخصيت شيخِ طريقت، امِيرِ اَهلِسُنَّت، حضرتِ علّامه مولانا محمد اِلياس عطَّار قادِري رَضَوِي دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه مونږ ته دے د فساد نه ډك دَور كښے آسانئ سره د نيكئ كولو او د ګناهونو نه د بچ كيدلو په طريقو باندے مشتمله د شريعت او طريقت جامِع مجموعه په نوم د ”مَدَني انعامات عطا كړي ده، هغوئي دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه د مسلمانانو د دُنيا او آخرت د بهترئ د پاره د سوالنامے په شكل كښے مَدَني انعامات عطا كړي دي.

تاسو هُم د مَدَني انعاماتو رساله حاصله كړئ او هره ورځ د خپلو اعمالو د محاسبے په ذريعه د مَدَني انعاماتو رساله كښے خانے ډكوئ او د هرے اسلامي مياشتے يكم تاريخ باندے ئے د خپل ځائے د دعوت اسلامي ذِمَّه دار ته د جمع كولو معمول جوړوئ.

د روزانه محاسبه كولو انعام

      راځئ چه د ترغيب د پاره يو مَدَنـي سپرلے واورو: چنانچه يو اسلامي ورور په مدني