Book Name:Andheri Qabar

      ياد ساتئ چه! مونږه به هُم يوه ورځ مړه كيږو او د تورو تِيارو قَبْر ته به كوز كړے شو، نزدے ده چه هغه ورځ به هُم راشي چه زمونږ د كفن دفن انتظام به روان وي، چه څوك غُسل راكوي هغه به هُم وِينو د هغوئي خبرے به هُم اورو، بيا به مو جنازه اوشي او خلق به زمونږ د جنازے كټ په اُوګو واخلي او اديرے طرف ته به روان شي مونږ به دا هر څه وينو خو نه به څه وئيلے شو او نه به څه حركت كولے شو، تر دے چه قبر ته به كوز كړے شو، خلق به راباندے خاورے واړوي او خپلو خپلو كورونو ته به روان شي او مونږ به د هغوئي د قدمونو آواز اورو، په زړه به مو سخته ويره خوره وي، په دے دوران كښے به دوه د خوفناكو شكلونو او اوګدو اوګدو ويښتو والا فرښتے مُنكَر نَكِير په خپلو اوګدو اوګدو غاښونو د قَبْر ديوال اوڅيري او قَبْر ته به راشي، د هغوئي د سترګو نه به شُعلے اوځي او په سختئ سره به مو كښينوي او په سخت آواز كښے به را نه سوالات كوي، افسوس! مونږ ته نه ده معلومه چه مونږ به د هغه سوالونو صحيح جوابونه وركولو كښے كامياب شو او كه نه؟

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

په قَبر كښے يَروونكي څيزونه

     حضرتِ سَيِّدُنا عَلَّامه جلالُ الدِّين سيوطي شافِعي رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه په شَرْ حُ الصُّدُور كښے نقل كوي: ”چه كله انسان قَبْر ته داخل شي نو هغه ټول څيزونه د هغه د يَرولو د پاره راشي د كومو [څيزونو] نه چه هغه په دُنيا كښے يَريدلو او د الله تعالٰى نه نه يَريدلو.“    (شَرْحُ الصُّدُور ص١١٢)