Book Name:Andheri Qabar

بلكه اربونه روپئ خرچ كيږي، چه هغه د مُخَیَّرو حضراتو په تعاون پوره كيږي، د رجب، شعبان او رمضان په مياشتو كښے خلق هسے هُم د زيات صَدَقات و خيرات كولو طرف ته مائل وي. لِـهذا مونږ ته پكار دي چه پخپله هُم د دعوتِ اسلامي د پاره زكوٰة و صدقات او مَدَني عطيات وركړو او خپلو دوستانو، خپلوانو، ګاونډيانو او مخيّرو حضراتو ته هُم د دے پوره پوره ترغيب وركړو:

      حضرتِ سَيِّدُنا اَبُو هُرَيره رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ نه روايت دے چه نبئِ رَحمت، تاجدار رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: كه د سلو لاسونو نه صَدَقه تيره شوه نو ټولو ته به هم هغسے ثواب حاصليږي څنګه چه د وركوونكي د پاره دے او د ده (يعني وركوونكي) په ثوابكښے به هيڅ كمي نه كيږي.

(تاریخ بغداد ، بشیر بن زیاد البلخی ،  ۷ / ۱۳۵ ، رقم : ۳۵۶۸)

كاش چه زمونږه په كوششونو باندے وركړي شوي صَدَقه زمونږه د دواړو جهانو د كاميابئ ذريعه جوړه شي. اٰمِين

دريم عمل تِلاوتِ قرآن

      اے عاشقانِ رَسُول! مونږه په قبر كښے پكار راتلونكو اعمالو په باره كښے اوريدل: په هغے كښے يو تِلاوتِ قرآن هُم دے. فرمانِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے: د قرآنِ مجيد تلاوت كوئ ځكه چه دا به د قيامت په ورځ د خپل تلاوت كوونكي د شفاعت د پاره راځي.  ۔

 (مسلم ،  کتاب صلاۃ المسافرین وقصرہا ،  باب فضل قراۃ القرآن…الخ ، ۳۱۴ ،  حدیث : ۱۸۷۴)