Book Name:Andheri Qabar

اولوَلي، د هغه د پاره زما شفاعت واجب شي.[1] راځئ چې دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو.

)1( د يو زر ورځو نيكئ:

جَزَی اللّٰہُ عَنَّا مُحَمَّدًا مَا ھُوَ اَھْلُہٗ

حضرتِ سَیِّدُنا ابنِ عباس رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُمَا نه رِوايت دے چې سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د دے د لوستونكي د پاره فرښتے يو زر ورځو پورے نيكئ ليكي.[2] راځئ چې مونږه ئے هُم په شريكه اووائيو.

)2( داسے ده لكه شبِ قدر ئے چې حاصل کړو

فرمانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: چا چې دا دُعا درے ځله اولوستله نو لكه هغه چې شَبِ قَدر حاصل کړو.[3] راځئ چې مونږه هُم دا دُعا په شريكه اووائيو.

لَآ اِلٰہَ اِلَّا اللّٰہُ الْحَلِیْمُ الْکَرِیْمُ ،  سُبْحٰنَ اللّٰہِ رَبِّ السَّمٰوٰتِ السَّبْعِ وَرَبِّ الْعَرْشِ الْعَظِیْم

(د خُدائے حَلیم وکریم نه سِوا هيڅ څوك د عِبادت لائِق نشته، اللہ پاک دے چې د ووه واړو آسمانونو او د عرشِ عظِيم پَروردګار دے)

صَلُّوْا عَلَي الْحَبِيب!                                                                                      صَلَّي اللّٰه تَعَالٰي عَلٰي مُحَمَّد



[1]    الترغیب والترہیب ، کتاب الذکر و الدعاء ، ۲ / ۳۲۹ ، حدیث : ۳۰

[2]     مجمع الزوائد ، کتاب الادعیۃ ، باب فی کیفیۃ الصلاۃ…الخ ، ۱۰ / ۲۵۴ ، حدیث : ۱۷۳۰۵

[3]     تاریخ ابنِ عساکر ، ۱۹ / ۱۵۵ ، حدیث : ۴۴۱۵