Book Name:Andheri Qabar

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! يقين اوكړئ! چه په مقبره كښے د خخو  خلقو حالت نن مونږ ته دا نصيحت راكوي: چه ”اے غافِلو انسانانو! ياد ساتئ! پرون مونږه هم هلته (يعني په دُنيا كښے) وو كوم ځائے چه نن تاسو ئے او صبا به تاسو هم دلته راځئ كوم ځائے چه نن مونږه يو (يعني قبر ته به ضرور راځئ).“ يقيناً څوك چه په دُنيا كښے پيدا شو هغه به ضرور مري، که مالدار وي او كه غریب، كه بادشاہ وی او كه وزیر، كه څوکیدار وي او كه دُکاندار، كه پروفیسر وي او كه بے تعليمه، كه عالِم وی او كه غیرِ عالِم، كه پیر وي او كه فقیر، كه مُسلم وی او كه غیرمُسلم، که د هر حیثیَّت مالِك انسان وی، ھغه به ضرور د مرګ خوند څَكي، څنګه چه:

      په قرآنِ كريم كښے الله تعالٰى اِرشاد فرمائى:

كُلُّ  نَفْسٍ   ذَآىٕقَةُ  الْمَوْتِؕ- (پ ۴ ،  آلِ عمران :  ۱۸۵)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان  :  هر نفس به د مرګ خوند څَكي.

      مُفَسِّرِ قرآن، حضرت مُفتي اَحمد يار خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دے آيتِ مباركه نه لاندے فرمائي: كه انسان وي او كه پيرے وي او كه فرښته وي، د الله پاك نه سِوا به هر يو ته مرګ راځى او هر څيز فاني دے.    ( نور ُالعرفان ، ص۱۱۷)

په قرآنِ پاك كښے په يو بل مقام كښے په پينځمه سيپاره سُوْرَۃُ النِّسآء آيت نمبر 78