Book Name:Andheri Qabar

څلورم عمل د الله پاك ذِكر كول

په قبر كښے پكار راتلونكے څلورم عمل ذِكْرُ الله دے، زمونږ خوږ آقا مكِّـى مَدَنـى مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: چه كله هُم خلق د الله پاك د ذِكر د پاره كښيني نو فرښتے هغوئي [د رحمت په وزرو] كښے پټ كړي، د الله رحمت ئے په خپله غيږه كښے واخلي او په هغوئي سكينه [يعني سكون] نازليږي. (مسلم ،  کتاب الذکر و الدعاء …الخ  ،  باب فضل الاجتماع علی تلاوۃ…الخ ،  ص۱۱۱۱ ،  حدیث :  ۶۸۵۵)

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه په قَبْر كښے پكار راتلونكو څلورو نيكو اعمالو باره كښے واوريدل، د حضرتِ سَيِّدُنا فَقِيه اَبُواللَّيث سمرقندي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د بيان كړي روايت مطابق څلور بد اعمال هغه هُم دي چه قبر كښے سلامتئ سره اوسيدلو د پاره د هغے نه بچ كيدل ډير زيات ضروري دي، راځئ چه واورو هغه څلور اعمال كوم كوم دي.

وړومبے عمل دروغ وئيل

      رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: دروغ د ګناه طرف ته بوتلل كوي او ګناه د جَهنَّم طرف ته بوتلل كوي او بے شكه بنده بيا بيا دروغ وائي، تر دے چه د الله پاك په نِزد كَذَّاب يعني ډير غټ دروغژن شي. (بخاری  ،  کتاب الادب ،  باب قول  اللہ تعالیٰ یا اَیُّھَا الَّذِیْنَ…الخ ،  ۴ / ۱۲۵ ،  حدیث : ۶۰۹۴) يعني بيا بيا دروغ وئيل بنده د الله پاك په بارګاه كښے رُسوا كړي.

دويم عمل خيانت

      دويم بد عمل چه د هغے نه بچ كيدل بنده ته قَبْر كښے فائده وركوي، هغه خيانت